درنو پیرودونکو! د ګڼ شمېر خبرتیاوو په خپرولو سربېره بیا هم تر اوسه زموږ یو شمېر پېرودونکو خپل سیمکارتونه په خپلو نومونو نه دي ثبت کړي، که چېرې تاسو هم تر اوسه خپل سیمکارت په خپله اصلي برېښنایي پېژندپاڼه نه وي ثبت کړی، همدا نن د اټوما د پیرودونکو د خدمتونو څانګې ته مراجعه وکړئ او د خپل سیمکارت د ثبت جزئیات بشپړ کړئ، له دې پرته سیمکارت به مو بند شي.

که یوازې کاغذي پیژندپاڼه لرئ خپل یو ملګری یا د کورنۍ غړی چې برېښنایي پیژندپاڼه ولري او ستاسو پېژندګلوي تایید کړي، له ځان سره د پیرودونکو د خدمتونو څانګې ته راولئ.

د سیمکارت ثبتولو د پروسې تر بشپړېدو وروسته تر 5GB وړیا انټرنټ یا د اټوما شمېرو ته تر 500 پورې وړیا دقیقې ترلاسه کړئ.

اونیزه ډالۍ 25,000 افغانۍ

میاشتنۍ ډالۍ 100,000 افغانۍ

یو میلیون افغانۍ ستره ډالۍ په یو کال کې، یوازې د ولایتونو د اوسېدونکو لپاره.